پروان کې څه باندې ٢۵۰۰ ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي
 
              پنجشنبه، ٨ جمادى الأولى ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٤٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١١٥٤ ناروغانو  ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
