سره میاشت؛ د امرار معیشت د عمومي مدیریت بست لپاره له نوماندانو تحريري ازموینه واخیستل شوه

سې شنبه، ۲۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل مرکزي مرستون په ریاست کې د امرار معیشت عمومي مدیریت پر خالي بست د یوه وړ او مسلکي شخص د ګمارلو په موخه مرکزي دفتر کې له نوماندانو تحريري ازموينه واخیستل شوه.
ازموینه کې ۵۱ تنو کاندیدانو ګډون درلود، چې د بشپړ عدالت او شفافیت په پام کې نیولو سره به د پوښتن پاڼو تر کتلو او تقريري ازموينې وروسته مخکښ ګډون کونکی پر یاده دنده وګمارل شي.