سرپرست عمومي رئیس په ‎افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مسٸول سره وکتل!

arcs_website_admin
Sat, May 10 2025 1:33 PM
خبر

سرپرست عمومي رئیس په ‎افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مسٸول سره وکتل!

نن شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ١٢مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په ‎افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مسٸول ښاغلي حسین احمد بوتاني سره د اړمنو، راستنېدونکو کډوالو او بې سرپرسته کورنیو سره د  بشري مرستو د دوام او د هېواد په کچه په ګډو ترسره کېدونکو بشرپالو فعاليتونو کې د همغږۍ کچې د لوړولو په موخه ناسته وکړه.

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې په ملاتړ د ترسره کېدونکو فعالیتونو او مرستو د مننې ترڅنګ د اړمنو، بې سرپرسته کورنیو او راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو او ستونزو په تړاو معلومات وړاندې کړل او له نوموړي یې د دوی د لاسنیوي او ورسره د بشري مرستو د دوام او پراختیا غوښتنه وکړه.
 
ورپسې په ‎افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مسٸول  د افغاني سرې میاشتې د بشري خدماتو د ترسراوي برخه کې د شفافیت او اغېزمن مدیریت ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې چې د خپلو بشري مرستو د پراخولو له لارې به له اړمنو او بې سرپرسته کورنیو او راستنېدونکو کډوالو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

Latest news

Wed, Apr 22 2026 9:20 PM
Background image

Baghlan: Cash Provided to Family Affected by Heavy Rains

Wednesday, April 22, 2026

 

The ARCS provided 30,000 Afghanis in cash assistance to a family in the Afsotar area of Pul-e-Khumri city, Baghlan Province, which lost their 7-year-old. . .

Wed, Apr 22 2026 9:09 PM
Background image

Nuristan: Food Aid Distribution Begins to 17,000 Conflict-Affected Families

Wednesday, April 22, 2026

 

With coordination of the ARCS, the ICRC, and the WFP, the distribution of food and health assistance to 17,000 conflict-affected families has begun in. . .

Tue, Apr 21 2026 6:43 PM
Background image

Baghlan Fire Incident: Emergency Aid Provided to Affected Family

Tuesday, April 21, 2026

 

The ARCS provided emergency assistance to a family affected by a fire incident in Garkarak village, Dand-e-Ghori district of Baghlan province.

The. . .

BACK TO NEWS