پکتيا ولایت کې پر  ۲۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
Wed, Mar 05 2025 9:11 PM
خبرونه

پکتيا ولایت کې پر  ۲۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

 نن چهارشنبه د رمضان د میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې د پکتيا ولايت د مرستون له لوري د برتانيې د سره صليب په مالي همکارۍ د  د مرکز ګرديز ښار  او د زرمت ولسوالۍ د ٢٠٠ اړمنو، مستحقو او معلول لرونکو کورنیو له جملې ۱۴۳ کورنيو ته د مالدارۍ، ۴٧ کورنيو ته د چرګانو ساتنې، ٩ کورنيو ته د خياطۍ او يوې کورنۍ ته د دوکاندارۍ کاروبار د برابرولو په موخه د اړتيا وړ توکي چمتو او د دوى په واک کې ورکړل شول.   
يادو اړمنو کورنيو ته د پورته ذکر شوو کوچنيو کاروبارونو د برابرولو او د دوى د ځان بسياينې په موخه د څلور میلیونه (۴،۰۰۰،۰۰۰) افغانيو نغدي مرستې تر سپارلو وروسته د همدې پيسو په ارزښت د اړتيا وړ توکي پېرل شوي چې د هرې کورنۍ لپاره د شل زره افغانيو په ارزښت توکي وسپارل شوه.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS