د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومی رئیس د مرکز او سمیه ایزو زونونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه!

arcs_website_admin
Tue, Feb 18 2025 4:52 PM
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومی رئیس د مرکز او سمیه ایزو زونونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه!

نن سه شنبه د شعبان د میاشتې پر ۱۹ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خيريه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د مرکزي ریاستونو د ځينو رئیسانو په شتون کې د سيمه یيز زونونو رئیسانو سره دشته ستونزو حل او د خدماتو د لا ښه والي په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو څرګندونو کې د اسلام له نظره ددې خیریه ملي ټولنې پر مسئولیت او فعاليت رڼا واچوله او د بې سرپرستو کونډو، یتیمانو، ناروغانو او اړمنو لاسنیوی یې د دې ادارې بنسټیز هدف وباله.
نوموړي له اړوندو مسئولینو څخه په رښتینې توګه د خدماتو ترسره کولو ترڅنګ غوښتنه وکړه، څو اړو او محتاجو وګړو ته د مرستې رسونې په برخه کې له سستۍ، خیانت او فساد څخه ځان وساتي.
په اخر کې ټولو ګډونوالو خپلې ستونزې واورولې او د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS