‏نن د صفر د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسؤل ښاغلي نېسېفور مګېنډي او مل پلاوي سره وکتل

arcs_website_admin
Wed, Sep 04 2024 8:16 AM
خبرونه

‏نن د صفر د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسؤل ښاغلي نېسېفور مګېنډي او مل پلاوي سره د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز کې د څښاک لپاره د اوبو برابرولو په موخه ناسته ترسره کړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون د همکاریو او مالي ملاتړ مننه وکړه او له دوی څخه یې د رواني ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي په برخه کې د لا ډېرو همکاریو او مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي مګېنډي په خبرو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ وویل: " څه موده وړاندې مو له خپل سیمه ییز مسئول ښاغلي الکساندر متیو سره په ګډه د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې له مرکزه لیدنه وکړه، د یاد مرکز تر لیدنې وروسته ښاغلي متیو ۵۰ زره امریکایي ډالر د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې له مرکزونو د ملاتړ او مرستې په موخه ځانګړي کړل.
 دا راز ښاغلي مګېنډي ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به هم د ملي ټولنې د پراختیا، ظرفيت لوړاوي او لومړنیو مرستو په برخه کې همکاریو ته دوام ورکړي.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS