پکتیا؛ د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

arcs_website_admin
Sun, Sep 27 2026 12:16 PM
P

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګل غونډۍ کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پروژې په ترڅ کې ۳۰۳ متره د اوبو کانال او ۱۲۰ متره استنادي دېوال جوړ شوي او د ۲۲۰۰ مترو کانال د پاکولو چارې هم د یوې میاشتې په موده کې ترسره شوې دي.

د پروژې د پلي کېدو پر مهال ۸۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګر په کار وګومارل شول، چې هر مسلکي کاریګر ته ۲۴ زره او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۱۵ زره افغانۍ د کار په بدل کې ورکړل شوې.

دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلې شوه او موخه یې د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ګل غونډۍ، متاڼي او کوټکي کلیو د کرنیزو ځمکو خړوبول دي، چې شاوخوا ۴۰۰۰ جریبه ځمکه به د دې پروژې له اوبو څخه ګټه واخلي.

افغاني سره میاشت د اوبو لارو د جوړولو او بیارغونې له لارې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو لګولو اسانتیاوې رامنځته کوي او خلکو ته کاري فرصتونه برابروي.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 2:10 PM
Background image

Helmand: 105 Students Graduate from Training Center

Sunday, September 27, 2026

 

The ARCS graduated 105 students from its Youth and Volunteers Training Center in Helmand Province after they successfully completed their studies.

The. . .

Sun, Sep 27 2026 1:42 PM
Background image

Paktia: AFN 3.2 Million Water Canal Project Handed Over for Use

Sunday, September 27, 2026

 

The ARCS has completed a water canal project worth AFN 3.2 million in Gul Ghundai village of Zazi Aryob District, Paktia Province, and has handed it over. . .

Sun, Sep 27 2026 12:54 PM
Background image

Kabul: Medical Consumables Worth AFN 150,000 Handed Over to ARCS Cardiac Hospital

Sunday, September 27, 2026

 

Al-Hayat Medical Company has handed over medical consumables worth AFN 150,000 to the ARCS Cardiac Hospital to support the healthcare services provided to. . .

BACK TO NEWS