ارزګان کې رضاکارانو ته د عامه پوهاوي لپاره د حفظ الصحې او کرامت کېټونه ورکړل شول
شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په دهراود او چهارچینو ولسوالیو کې ۸۰ تنو رضاکارانو ته د حفظ الصحې او کرامت کېټونه ووېشل شول، ترڅو د عامه پوهاوي په فعالیتونو کې ترې ګټه واخلي.
په وېشل شوو توکو کې صابونونه او اړین روغتیايي مواد شامل وو، چې د عامې روغتیا د ساتنې او د شخصي حفظ الصحې د پیاوړتیا لپاره کارېږي.
ټاکل شوې ده چې دغه توکي به د افغاني سرې مياشتې د عامه پوهاوي د غونډو پر مهال د رضاکارانو له خوا پر سیمه ییزو اوسېدونکو ووېشل شي.
افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې د عامه پوهاوي د پیاوړتیا او د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره ورته فعالیتونه په دوامداره توګه پلي کړي.
