د افغاني سرې میاشتې مشرتابه له نړیوالو کاري شریکانو سره د روژه ماتي ګډ مجلس وکړ

arcs_website_admin
Tue, Mar 10 2026 2:49 PM
د افغاني سرې میاشتې مشرتابه له نړیوالو کاري شریکانو سره د روژه ماتي ګډ مجلس وکړ

سې شنبه، ۲۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري تېر ماښام په کابل کې د دې ادارې نړیوالو کاري شریکانو ته د افغاني دود او مېلمه‌پالنې له مخې د روژه ماتي مېلمستیا چمتو او ګډ مجلس ترسره شو.
په دې مجلس کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال مرستیالانو، د مرکزي دفتر رئیسانو، د مقام سلاکارانو او په افغانستان کې د نړیوالو کاري شریکانو استازو ګډون درلود.
په دغو کاري شریکانو کې د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC)، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (IFRC)، د قطر او ترکیې سرې میاشتې، د ډنمارک او ناروې د سره صليب ټولنې شاملې وې.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د طبیعي او بشري ناورینونو پر مهال د نړیوالو کاري شریکانو له همکاریو مننه او ستاینه وکړه.
هغه وویل: د نړیوالو مرستندویه ادارو ملاتړ د اړمنو وګړو په لاسنیوي کې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.
نوموړي زیاته کړه: افغانستان دا مهال د طبیعي پېښو، بې‌وزلۍ او پراخو بشري اړتیاوو له جدي ننګونو سره مخ دی او افغاني سره میاشت هڅه کوي څو له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زیانمنو وګړو ته پر وخت مرستې ورسوي.
له بلې خوا، د نړیوالو کاري شریکانو استازو هم په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه.
هغوی څرګنده کړه: افغاني سره میاشت د هېواد په سختو شرایطو کې د اړمنو، بې‌سرپرسته کورنیو او پېښځپلو تر څنګ ولاړه پاتې شوې ده.
هغوی ټینګار وکړ چې خپلو بشري مرستو او همکاریو ته به دوام ورکړي، څو د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال زیانمنو وګړو ته پر وخت او اغېزمنې مرستې ورسول شي.

Latest news

Thu, Mar 12 2026 5:40 PM
Background image

83 Students Graduate from ARCS Training Center in Jawzjan

Thursday, March 12, 2026

A total of 83 students graduated after successfully completing three months of training in Islamic studies, English and Dari languages, as well as computer. . .

Thu, Mar 12 2026 5:15 PM
Background image

Kunduz: ARCS Plants 300 Trees in the Compound of Northeastern Zone

Thursday, March 12, 2026

The ARCS planted 300 fruit-bearing and non-fruit-bearing trees in the compound of its Northeastern Zone office in Kunduz Province.
The trees were planted to. . .

Thu, Mar 12 2026 10:51 AM
Background image

Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS in Herat

Thursday, March 12, 2026

Medical teams from the ARCS delivered essential health services across several districts and villages in Herat Province over the past 30 days. During this. . .

BACK TO NEWS