کابل؛ د مالي کړنلارې او حسابدارۍ په اړه اته ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
Mon, Mar 09 2026 2:14 PM
kabull

دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، مرکزي مرستون، پکتیا زون، مرکزي روغتون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د عوایدو څانګې ۲۸ کارکوونکو ته د مالي کړنلارې او حسابدارۍ په اړه اته ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ په پرانسته کې د مالي چارو رئیس، ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني، دا پروګرام د کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره یو مهم فرصت وباله. نوموړي وویل، دا ډول ښوونیز پروګرامونه د مرکز او ولایتونو په کچه د مالي چارو د تنظیم او مدیریت په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
هغه زیاته کړه، د مالي کارکوونکو ظرفیت لوړونه د اداري چارو د پیاوړتیا لامل ګرځي او کمزورتيا یې د ادارې پر عمومي فعالیتونو منفي اغېز کوي.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، خپلې دندې په اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي، څو اداري موخې په اغېزمن ډول ترلاسه شي. همدارنګه یې ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره نور ورته ښوونیز پروګرامونه هم تنظيم شي.
په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د مالي راپورونو د سمون، د بودیجې پر وخت او اغېزمن مصرف، د حساب ورکونې اصولو، مالي روڼتیا او د مقرراتو د رعایت په اړه اړین او تفصیلي معلومات وړاندې شي.
د يادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

Latest news

Tue, Mar 10 2026 5:47 PM
Background image

Logar: Cash Assistance Provided to Family Affected by Landslide

Tuesday, March 10, 2026

The ARCS provided cash assistance to a family affected by a landslide in Arzo Khil Village, Kharwar District of Logar Province. 
The family, which suffered. . .

Tue, Mar 10 2026 4:45 PM
Background image

Non-Food Items Distributed to 470 Vulnerable and Repatriated Families in Kabul

Tuesday, March 10, 2026

The ARCS, with support from the IFRC, provided non-food items to 470 vulnerable, impoverished, and repatriated families in various central districts and Paghman. . .

Tue, Mar 10 2026 3:35 PM
Background image

ARCS Leadership Holds Joint Iftar with International Partners

Tuesday, March 10, 2026
 
The ARCS hosted an iftar in Kabul last evening for its international partners, following Afghan traditions of hospitality, and held a joint gathering. 
The. . .

BACK TO NEWS