نورستان کې د ۱۳۰ زده کوونکو درې میاشتنۍ زده کړې په ازموینه پای ته ورسېدې

arcs_website_admin
Mon, Mar 09 2026 1:49 PM
n

دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان په ښوونیز مرکز کې د ۱۳۰ زده کوونکو درې میاشتنۍ زده کړې بشپړې شوې.
دغه زده کوونکي د اسلامي ښوونې او روزنې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې له درې میاشتنیو زده کړو وروسته د وروستۍ ازموینې له ترسره کېدو سره فارغ شول.
په یاد مرکز کې دا مهال ۲۹۰ تنه زده کوونکي، چې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د فیس ورکولو وس نه لري، په بېلابېلو تعلیمي او مسلکي برخو کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کوي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ څو هغوی خپلې وړتیاوې لوړې او د مهارتونو پر مټ خپل راتلونکی روښانه کړي.

Latest news

Thu, Mar 12 2026 5:40 PM
Background image

83 Students Graduate from ARCS Training Center in Jawzjan

Thursday, March 12, 2026

A total of 83 students graduated after successfully completing three months of training in Islamic studies, English and Dari languages, as well as computer. . .

Thu, Mar 12 2026 5:15 PM
Background image

Kunduz: ARCS Plants 300 Trees in the Compound of Northeastern Zone

Thursday, March 12, 2026

The ARCS planted 300 fruit-bearing and non-fruit-bearing trees in the compound of its Northeastern Zone office in Kunduz Province.
The trees were planted to. . .

Thu, Mar 12 2026 10:51 AM
Background image

Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS in Herat

Thursday, March 12, 2026

Medical teams from the ARCS delivered essential health services across several districts and villages in Herat Province over the past 30 days. During this. . .

BACK TO NEWS