لغمان کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه
چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د الوخېلو په سیمه کې د اورلګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره بېړنۍ بشري مرسته ترسره شوه.
په مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړني لاسنیوي او بشري خواخوږۍ په موخه د ۱۰ زره افغانیو ترڅنګ ۸ کیلو خُرما هم ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفه او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي؛ څو د پېښو او ناورینونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.
