غزني؛ ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د روژې په مناسبت د خُرما مرسته وشوه
پنجشنبه، ۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري غزني ولایت کې له ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د ۱.۶ ټنه خُرما مرسته وشوه.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، پکې هرې کورنۍ ته ۸ کيلو خُرما ورکړل شوه.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه میاشت کې د یادو کورنیو لپاره د روژه ماتي پر مهال د اسانتیا برابرول و.
افغاني سره میاشت د روژې په میاشت کې د اړمنو کورنیو لاسنیوی خپل لومړیتوب ګڼي.
