هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې
پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۹ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، نخود، روب، مکروني او خُرما په کې شامله وه.
همدا راز، هرې کورنۍ ته د روغتیا ساتنې په موخه ۳ چکۍ د لاس مینځلو صابون هم ورکړل شو.
