له درملنې تر مشورې؛ کاپيسا کې زرګونو هېوادوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي
دوشنبه، ١٧ جمادى الآخره ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٢٦٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣١٧٣ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
