دایکندي کې ۴۶۸ بېوزله کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه
پنجشنبه، ۱۳ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې له ۴۶۸ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د ژمي په موسم کې د سختې یخنۍ څخه د ساتنې او د سړې هوا له امله د روغتیایي ستونزو د مخنیوي په موخه ۲ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د قطر سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۴ کمپلې او ۱ ترپال ورکړل شو.
