کابل؛ د روغتیايي خدمتونو د پياوړتيا په موخه د روغتیاپالانو ښوونيز ورکشاپ پيل شو

arcs_website_admin
Mon, Dec 01 2025 5:33 PM
کابل؛ د روغتیايي خدمتونو د پياوړتيا په موخه د روغتیاپالانو ښوونيز ورکشاپ پيل شو

دوشنبه، ۱۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د مرکز او ولایتونو روغتیاپالانو ته د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او فعالیتونو ترسره کولو پر مهال ستونزو د حل په موخه دوه ورځنی ښوونيز ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په شتون کې پیل شو.
 د ورکشاپ په پرانیسته کې ښاغلي عبدالسلام د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ارزښت ته په اشارې وویل، چې د روغتیايي کارکوونکو ګډې تجربې او همغږۍ د خدمتونو په اغېزمنتیا کې مهم رول لري. نوموړي ټینګار وکړ، چې له دې ورکشاپ څخه باید عظمي استفاده وشي؛ څو شته ستونزې حل او روغتیايي خدمتونه لا ښه شي.
یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو سره د روغتیايي خدمتونو د ارزښت، شته ستونزو د حل او راتلونکي کې د اغېزمنو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازم معلومات شریک شي.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS