ډنمارک سور صلیب؛ د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن یو

arcs_website_admin
Sat, Nov 29 2025 3:47 PM
dn

شنبه، ۸ جمادي الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د ډنمارک سره صلیب د آسیا او اروپا سمیه ییزې مسؤولې آغلې جوهانا او په افغانستان کې د یادې ادارې له مسئول ښاغلي محمد شمع سره د ګډو بشري همکاریو او خدمتونو په هکله د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له لوري په ټول هېواد کې د ترسره کېدونکو بشري خدمتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، د ډنمارک سره صلیب له ملاتړ او همکارۍ څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دواړو بنسټونو ګډې هڅې کولی شي په افغانستان کې د بشري مرستو کیفیت او اغېز نور هم پیاوړی کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغاني سره میاشت د هر هغه ګډ بشري پروګرام، چې د خلکو ژوند د ښه والي لامل ګرځي، هرکلی کوي.
له بل لوري د ډنمارک سره صلیب د آسیا او اروپا سیمه ییزې مسؤولې په خپلو خبرو کې وویل، د ډنمارک سور صلیب د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او غواړي د افغاني سرې میاشتې له لارې د لا ډېرو افغانانو ملاتړ او لاسنیوی وکړي. نوموړې د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د کونړ ولایت زلزله ځپلو لپاره به د ژمنیو توکو مرستې چمتو کړي.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS