ننګرهار؛ عمومي رئيس د افغاني سرې مياشتې له ملکيتونو ليدنه وکړه
جمعه، ٧ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، ننګرهار ته د سفر پر مهال د سرې مياشتې له بېلابېلو ملکيتونو د ليدنې ترڅنګ د ودانيو عمومي حالت و ارزوه او د ښې استفادې په موخه يې مسٸولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
عمومي رئيس ټینګار وکړ، چې د سرې مياشتې له موجوده ملکيتونو دې په منظم او اغېزمن ډول ګټه واخستل شي، څو د ادارې د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.
