کاپیسا کې سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې شنبه، ۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې له ۷ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۴ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته یو ترپال، ۷ کمپلې، ۱ د پخلنځي توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.