د شمال لویدیځ مرکزي زون او اړونده نمایندګیو د پېښو برخې مدیرانو او رضاکارانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو!

arcs_website_admin
Sun, May 04 2025 3:20 PM
خبرونه

د شمال لویدیځ مرکزي زون او اړونده نمایندګیو د پېښو برخې مدیرانو او رضاکارانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو!

نن یکشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۶ مه، د شمال لویدیځ مرکزي سیمه ییز زون او اړونده( کابل، پروان، کاپيسا، پنجشیر، بامیان او دایکندي ) نمایندګیو د پېښو برخې ۳۰ تنو مدیرانو او رضاکارانو ته د افغاني سرې میاشتې په تخنيکي او د نړیوال فدراسیون په مالي مرسته د کابل سټار هوټل کې  پېښځپلو سیمو ته د نغدو پیسو د لېږد او پر زیانمنو او اړمنو وګړو د وېش برخه کې ۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبد السلام او په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د سرپرست مسئول ښاغلي میلن په شتون کې پيل شو. 
د یاد ورکشاپ په پرانیسته کې سرپرست سکرتر جنرال په ښه شکل د خدماتو وړاندې کولو او په سیمه کې د شته ستونزو د حل په موخه د پېښو ریاست اړوند مدیرانو او رضاکارانو روزنه مهمه یاده کړه او دې برخه کې یې د نړیوال فدراسیون له همیشنۍ همکارۍ او مرستو مننه وکړه، دا راز ښاغلي عبدالسلام د ورکشاپ ګډونوالو ته لارښوونه وکړه، څو ورسپارل شویو مسئولیتونو ته متوجه اوسي او له ورکشاپ څخه په اعظمي توګه ګټه واخلي. 
ورپسې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسئول د یاد ورکشاپ د اړتیا او ارزښت په هکله وینا وکړه او د پېښو د مدیریت او زیانونو د راکمولو برخه کې یې کارکوونکو ته دا ډول ورکشاپونه دایرول مهم او اغېزمن وبلل او له افغاني سرې میاشتې سره یې د هر راز همکاریو د دوام ډاډ وړاندې کړ.

د يادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې به زیانمنو سيمو ته د نغدو پيسو د لیږد او پېښځپلو ته يې د وېش د غوره طریقو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې شي.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS