کابل مرکزي مرستون کې پر ۵۸۱ اړمنو او بې وزله کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
Wed, Mar 12 2025 5:38 PM
سره میاشت

کابل مرکزي مرستون کې پر ۵۸۱ اړمنو او بې وزله کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!


نن چهارشنبه د رمضان میاشتې پر ١٢مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکيې د ديانت خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د مختلفو ناحيو ۵۸۱ اړمنو او بې وزلو کورنيو سره  په ټوله کې ۲۲.۶۵۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، په افغانستان کې د ترکيې د سفير ښاغلي جَنک اونال، په کابل کې د ديانت خيريه بنسټ سلاکار ښاغلي دوکتور امراه کان دمير او د مرکزي رياست د يو شمېر رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
د یادې مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور د ترکيې ښاغلي سفير او د ديانت خيريه بنسټ استازو ته تر ښه راغلاست وروسته د ترکيې د دوست او ورور هېواد له دوامداره او همېشنيو بشرپالو مرسته مننه وکړه او د ديانت بنسټ له لوري يې د مرکز کابل په شمول په هرات او فراه ولايتونو کې د ١٨١٩ اړمنو او بې وزله کورنيو د لاسنيوي په برخه کې يې د دوى پر مرستو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې څه موده وړاندې هم د سرې مياشتې سره  د ترکيې له لوري د افغان ولس د لاسنيوي په موخه په لوړه کچه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې وه او د هرات مرستون د ودانۍ بيارغونه کې د همکارۍ ترڅنګ يې په نورو بېلا بېلو برخو کې د هر اړخيزو دوامدارو مرستو قدردانى او ستاينه کوو .
ورپسې په کابل کې د ترکيې ښاغلي سفير ښاغلي اونال د افغاني سرې مياشتې د بشرپاله فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ مننه وکړه چې اړمنو، بې وزلو او پېښځپلو افغانانو ته يې د مرستو په رسولو کې زمينه برابره کړې، نوموړي د ترکيې او افغانستان اړيکې تاريخي او ژورې يادې کړې او دې اړيکو ته په کتو يې د افغان ولس لاسنيوى او له دوى سره دوامداره مرستې يې خپل تاريخي مسٸوليت ياد کړ.
له دې وروسته د ديانت خيريه بنسټ ښاغلي سلاکار د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د خپلو مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او د مرستو په شفاف ډول د وېش برخه کې يې د افغاني سرې مياشتې له همکارۍ مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په نننۍ مرسته کې هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو دوه بستې ووېشل شوې چې اوړه، غوړي، لوبيا، بوره، چاى، مکروني، روب او مالګه پکې شامله وه.

Latest news

Thu, Dec 11 2025 7:07 PM
Background image

Humanitarian Aid Distributed to 63 Vulnerable Families in Kabul

Thursday, December 11, 2025

The ARCS, with support from the Turkish Red Crescent, has distributed 10 types of food and non-food assistance to 63 vulnerable and destitute families in. . .

Thu, Dec 11 2025 5:04 PM
Background image

300 Vulnerable and Repatriated Families Receive Food Assistance in Helmand

Thursday, December 11, 2025

The ARCS, with the support of the Turkish Red Crescent, AFAD, and IHH, has provided 26.3 metric tons of food aid to 300 vulnerable and repatriated families. . .

Thu, Dec 11 2025 4:52 PM
Background image

Tents Provided to 32 Repatriated Families in Takhar

Thursday, December 11, 2025

The ARCS has provided 32 tents to 32 repatriated families in Bai Dingak village of Dasht-e Qala district, Takhar province. The assistance aims to provide. . .

BACK TO NEWS