په پنچشیر ولایت کې له ” ١٧ “ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پنچشیر څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر یوولسمه نیټه د ملې ټولنې د مرستیال او سرپرست ریس - ډاکټر میرویس اکرم په شتون کې د یاد ولایت له ١٧ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو( شپږ تختې کمپلو، ترپالونو، د پخلنځي سیټونو، د اوبو بوشکو او یوه یوه جوړه کرمچو) مرسته وشوه.
