کونړ!
د افغاني سرې میاشتې له لورې کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې یوې کورنۍ سره چې تیره شپه یې د باران له امله کوټه غورځیدلی د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه. په مرسته کې یوه خیمه، یو ترپال، ۶ کمپلې، د اشپز خانې سیټ، د اوبو بوشکه، یو جمپر، ۵ څادرونه، درې جوړه ماشومانو جامې او په خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو وړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۴ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او ۵ لیتره غوړي شامل وو. له بده مرغه چې په یاده پیښه کې د یادې کورنۍ ۳ تنه ماشومان شهیدان شوي او د ښځینه وو په شمول ۵ تنه ټپیان دي.
