کابل
د روغتیایې چارو اړوند عامه پوهاوې ورکول د افغاني سرې میاشتې له موخو ګڼل کیږي، په همدې تړاو، د افغاني سرې میاشتې د لومړنیو مرستو ټرینرانو له لورې د کابل موسهي ولسوالۍ کې د ۱۵ تنه مشرانو روغتیایې کمیټه جوړه شوه، چې ګډونوالو ته دلومړنيو روغتیایې مرستو اړوند معلومات ورکړ شو. همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ځوانانو رضاکارانو مدیریت له لورې د یاد ولایت خیرخانې سیمه کې ځوانانو ته د نشه اي توکو د زیانونو په تړاو عامه پوهاوې ورکړ شو.
