د افغاني سرې مياشتې ټولنې سرپرست رییس:

قدرمنو خیرپالو هېوادوالو!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

الله تعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې وایي:

وَ مِمَّا رَزَقْناهُمْ يُنْفِقُونَ

"کومه روزي چې مونږ (متقیانو ته) ورکړې؛ له هغې دوی (څه برخه) د الله تعالی د رضا لپاره خیراتوي".

3 اونی 2 ورځې ago

د ځانګړې اونۍ په پار د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئيس پيغام
الحمد لله الأکرم الذی أمرنا بالجود والکرم ثم الصلواة والسلام علی رسوله الكريم الذی أنفق و أتم، أما بعد: فَأَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ- بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ، قَالَ اللهُ عز وجل:
{وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا (8) إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا (9)} [الدهر: 8-9]
ژباړه: او دوى (مؤمنان) د الله عز وجل په مینه كې مسكین، یتیم او بندي ته خواړه وركوي، دوى وايي: بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله  په خاطر خواړه دركوو، مونږ له تاسو څخه څه بدله او مننه نه غواړو.
درنو زړه سواندو او خيرپالو هېوادوالو! 

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
افغاني سره میاشت له څه کم يوې پېړۍ راهيسې د خپل دیني، ملي او وظیفوي مکلفیت پر بنسټ په ملي او نړیواله کچه د بېوزلو، اړمنو او پېښځپلو د لاسنیوي په برخه کې له تعصب او تبعيض پرته هر اړخیز بشرپال خدمات وړاندې کوي. 

افغاني سره میاشت د سېلاب ځپلو، زلزله ځپلو، د طبيعي او غير طبيعي پېښو له امله بې ځایه شویو کورنیو، د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، روغتيايي خدماتو وړاندې کولو، د رواني ملاتړ په مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې او ساتنې، د ښارونو په کچه د سوالګرو راټولولو، هغوی سره د نغدي مرستو ترسره کولو او مرستونونو کې د سلګونه بې سرپرسته کورنیو د ساتنې په برخه کې د خیرپالو وګړو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري، د افغاني سرې میاشتې له یادو فعالیتونو څخه مادي او معنوي ملاتړ په حقیقت کې د خیرپالو او شتمنو هېوادوالو دیني، ملي او اخلاقي مکلفیت او وجیبه ګڼل کېږي، چې په اداء کولو سره یې د دې کړېدلي او ځورېدلي ولس هوساینه تضمینېدلی شي.

شيخ القرآن والحديث شهاب الدين دلاور

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس

شیخ شهاب الدین " دلاور "
شیخ شهاب الدین " دلاور "

تازه خبرونهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

بلخ ولايت کې ۳۱۰۸۰ تنه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

بلخ ولايت کې ۳۱۰۸۰ تنه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ۹۷۷۰ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۸:۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا:

د داوطلبۍ خبرتیا:

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

په تېره يوه اونۍ کې د افغاني سرې مياشتې له لوري ترسره شوي بشرپال فعاليتونه......

المان هېواد ته په اور د سخت سوځېدليو او ميکروبي هډوکو لرونکو ناروغو ماشومانو د درملنې او لېږد پروسې په اړه د افغاني سرې مياشتې د وياند ښاغلي مولوي مدثر همراز مرکه

افغاني سره مياشت او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه!

د هرات د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړول!

د افغاني سرې مياشتې د بشرپالو فعاليتونو اونيز راپور!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، المان هېواد ته د درملنې په موخه د تلونکو ناروغو ماشومانو له والدينو سره وليدل

‏د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۵ ماشومان ۴ کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!

په تېره یوه اونۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۷۳۳۳ تنو پېښځپلو ته بشرپال خدمات!

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په اړه په افغانستان کې د ای سي ار سي نړیوالې کمیټې د مسئولې وینا!

شما نیز می توانید با خرید یک تکت اعانه هفته مخصوص در این خدمات بشردوستانه سهیم شوید. تاسې هم کولى شٸ په ځانګړې اونۍ کې د اعانې ټکټ په پېرلو سره ددې بشرپاله خدمتونو په ترسراوي کې برخه واخلئ!

د افغاني سرې مياشتې د ځانګړې اونۍ په اړه د رياست الوزرا د ښاغلي اداري مرستيال وینا!

د افغاني سرې مياشتې د ځانګړې اونۍ په اړه د سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئیس وينا

آخرین اطلاعیه هانمایش همه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا:

د داوطلبۍ خبرتیا:

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا:

د داوطلبۍ خبرتیا:

افغاني سره میاشت په پام کې لري چې یو سل او پنځوس رآس غواګانۍ د (هلمند، فراه او بادغیس ) ولایتونو لپاره وپیري ، علاقه لرونکي شرکتونه کولی شي په دې پروسه کې ګډون وکړي.

. . .