کابل؛ د خوندي لاسرسي او بحراني نشراتو په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۴
K

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، د «خوندي لاسرسي د نشراتو ادغام او د بحراني نشراتو معیاري عملیاتي کړنلارې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

په ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست د مرکزي دفتر او سیمه‌ ییزو زونونو نشراتي مدیرانو ترڅنګ، د کارکوونکو چارو، ساتنې او خوندیتوب ریاستونو یو شمېر کارکوونکي هم ګډون لري.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام د نشراتو د ارزښت او د خبرونو او راپورونو د خپرولو پر مهال د مسؤولانه چلند په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د کره، مسؤولانه او پر وخت معلوماتو خپرول د عامه پوهاوي په لوړولو او د خلکو د باور په پیاوړتیا کې مهم رول لري او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په نشراتي چارو کې دقت او مسؤولیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغاني سرې میاشتې د نشراتو آمر مولوي یحیی رحیمي هم د ورکشاپ ګډونوالو ته وینا وکړه او د بشري خدمتونو په برخه کې یې پر صداقت، اخلاص او امانتدارۍ ټینګار وکړ.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د خوندي لاسرسي د نشراتو د ادغام، د بحراني حالاتو پر مهال د نشراتي چارو د مدیریت، د ساتنې او خوندیتوب او نورو اړوندو ریاستونو سره د همغږۍ او د بحراني نشراتو د معیاري عملیاتي کړنلارې په اړه لازم معلومات او عملي زده‌ کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

پکتیکا؛ د ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکتر بست لپاره له ۱۸ روغتياپالانو ازموینه واخیستل شوه

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ د ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکتر بست لپاره د وړ او مسلکي کادر د ګمارلو په موخه له ۱۸ ډاکترانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

پروان؛ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په انامک کلي کې د خوړو له کمښت سره مخ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته د مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۲ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۴
Background image

کابل؛ د خوندي لاسرسي او بحراني نشراتو په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، د «خوندي لاسرسي د نشراتو ادغام او د بحراني نشراتو معیاري. . .

BACK TO NEWS