کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې
شنبه، ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې.
یادو کاریګرو د یوې میاشتې په موده کې د کانالونو په پاکولو او بیارغولو، د اوبو بندونو او ګبینونو په جوړولو کې کار کړی دی.
دغه دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلې شوې، چې ټولیز لګښت یې ۵.۹ میلیونه افغانۍ و او له ۱۱ کیلو مترو ډېر کانالونه پکې پاک او بیارغول شوي، د اوبو بندونه او ګبینونونه هم جوړ شوي دي.
د دغو پروژو موخه د سیمې خلکو ته د کار او عاید زمینه برابرول، د هغوی د اقتصادي ستونزو راکمول او د اوبو لارو د وضعیت ښه کول وو.
افغاني سره میاشت د کار په بدل کې د نغدو پیسو د پروژو له لارې خلکو ته د کار زمینه برابروي او د اوبو لارو په بیارغونه کې هم ونډه اخلي.
