کندهار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۴۲ اړمنو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۵:۱۰
در ولایت کندهار از طرف جمعيت هلال احمر افغاني براي ۳۴۲ خانواده مستحق مساعدت توزیع گردید!

نن د سې شنبې په ورځ د کب پر ۱۷مه د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ ۳۴۲ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو غوړي، ۱ کیلو لوبیا، ۵ کیلو نخود، ۵ کیلو بوره، ۲ نیم کیلو مکروني،۲ کیلو دال، ۱ پاکټ آش، ۲ بوتله مربا، ۳ کمپلې، د کوچنيانو ۱ جوړ بوټان، د کوچنیانو ۱ جوړه دستکشې، د کوچنيانو ۱ جوړ جرابې، د سړیو ۱ ژمنی لباس، د کوچنیانو ۳ جوړه ژمنی لباس او د لویانو ۴ جوړه جرابي شاملې دي.

 

در ولایت کندهار از طرف جمعيت هلال احمر افغاني براي ۳۴۲ خانواده مستحق مساعدت توزیع گردید!

 

در ولایت کندهار از طرف جمعيت هلال احمر افغاني براي ۳۴۲ خانواده مستحق مساعدت توزیع گردید!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS