میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۵.۸ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، ۸۰۰ ګرامه رُب، نیمه کیلو شین چای او نیمه کیلو بیسکوېټ شامل وو.
تمه ده، دا مرسته به د یادو کورنیو د لومړنیو خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
