ميدان وردګ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۳۳۲کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ - ۱۰:۳۹
ميدان وردګ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۳۳۲کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۱۵مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ميدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ لومړۍ حصه کې ۳۳۲ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې د مرکزي سويل لويديځ زون د ریيس مولوي الياس خېل "ناصري" په شتون کې ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه په کې هرې کورنۍ ته اته قلمه خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې ۱۰ کيلو وريژې، ۵ ليتره غوړي، ۵ کيلو لوبيا، دوه کيلو مکروني، ۲ کيلو بوره، نيم کيلو شين چای، يو قطۍ روب او نيم کيلو بسکټ شامل وو.

 

ميدان وردګ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۳۳۲کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

ميدان وردګ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۳۳۲کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۲۴
Background image

جوزجان کې له ۱۶۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په جوزجان ولایت کې له ۱۶۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره دوه قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال او څلور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۱۳
Background image

د شمالي ولایتونو زلزله؛ د ملک سلمان بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وسپارله

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولى ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري د بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

سرپل؛ افغاني سرې مياشتې څه باندې ٣٤٠٠ تنو هېوادوالو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي

چهارشنبه، ١۴ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سرپل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٥٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS