کابل؛ ۲۳۱ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره ۳ میلیونه او ۴۶۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۱۲
K

یکشنبه، ۹ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار په ۱۲مه او ۲۱مه ناحیو کې ۲۳۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په ترڅ کې ۳ میلیونه او ۴۶۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۵ زره افغانۍ ترلاسه کړې،څو وکولی شي د خپلو کاري اړتیاوو له مخې اړین توکي او وسایل وپېري او خپل کوچني کاروبارونه پیاوړي کړي.

د پېرلو بهیر د اسانتیا لپاره د هرو ۱۰ کورنیو لپاره یو رضاکار هم ټاکل شوی و، څو د اړینو توکو او وسایلو د پېرلو په برخه کې له دوی سره همکاري او همغږي وکړي.

دغه نغدي مرسته د راستنو شویو کورنیو د ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه ترسره شوه، چې له لارې به یې وکولی شي د خپلو اړتیاوو او وړتیاوو له مخې کوچني کاروبارونه پیل او یا پراخ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

پنجشېر؛ ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز او د شتل، رخه، عنابه او حصه اول ولسوالیو ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره د نړیوال فدراسیون د همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د سرې مياشتې د ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS