هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۳
 Hr

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او جوماتونو او مدرسو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه افغانستان ته رالېږل شوې، چې له نسجي موادو څخه جوړې غالۍ او فرشونه پکې شامل دي.

د مرستې د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون رئیس الحاج ډاکټر عبدالبصیر رحماني، د دې ادارې یو شمېر کارکوونکو او د آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ استازو ګډون کړی و.

د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون رئیس د آی‌ ایچ ایچ خیریه بنسټ د بشري همکاریو او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه مرسته به مرکزي دفتر ته تر لېږد وروسته د اړتیاوو او ټاکل شویو لومړیتوبونو له مخې په اړوندو برخو کې ووېشل شي.

افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره بشري مرستې راجلب او د اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ یې مستحقو کسانو او اړوندو برخو ته ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

پنجشېر؛ ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز او د شتل، رخه، عنابه او حصه اول ولسوالیو ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره د نړیوال فدراسیون د همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د سرې مياشتې د ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS