خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
K

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ۷۰.۵ کیلوګرامه خوراکي توکي ترلاسه کړل.

په دې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵.۵ کیلو بوره او ۵ کیلو لوبیا شامل وو.

یاده مرسته د سېلاب‌ ځپلو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو او د سېلابونو له امله هغوی ته د پېښ شوو ستونزو د راکمولو په موخه ووېشل شوه.

افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ پر وخت خوراکي او نورې اړینې بشري مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS