کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۳۸
K

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو روغتیاپالانو له لوري ترسره شوي، چې له ډلې یې نن ۹ ماشومان له بریالۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

په دغه روغتون کې هره ورځ له څلورو تر شپږو د زړه سوري لرونکو ماشومانو جراحي عملیات ترسره کېږي، چې د درملنې ټول لګښتونه یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون په دې وروستیو کې د زړه سوري ناروغانو د تخصصي درملنې په موخه پرانیستل شوی، څو اړمن ناروغان په هېواد کې دننه له وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د خپلو روغتیايي خدمتونو د پراختیا له لارې اړمنو او بې‌ وزله هېوادوالو ته د تخصصي درملنې زمینه برابره او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی لا اسانه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۸:۲۱
Background image

کابل؛ دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، په کابل کې د یو شمېر دیني مدارسو، ملکي او نظامي ادارو ۳۵ تنو دیني عالمانو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۳۱
Background image

بادغیس کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کانال جوړولو پروژه پیل شوه

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز اړوند د باغک په کلي کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي په موخه د ۳.۲ میلیونه افغانیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان؛ ۲۴ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ورکړل شول

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ۲۴ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو. . .

BACK TO NEWS