کابل؛ دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۸:۲۱
K

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، په کابل کې د یو شمېر دیني مدارسو، ملکي او نظامي ادارو ۳۵ تنو دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد رئیس، شیخ الحدیث احمد نور حنیف، د ورکشاپ د موضوع په اړه وینا وکړه، نوموړي وویل چې افغاني سره میاشت د اسلامي او بشري ارزښتونو پر بنسټ بې‌ سرپرستو، اړمنو او د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته بشري مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي. هغه ټینګار وکړ چې دیني عالمان د بشرپالنې، همکارۍ او انساني ارزښتونو د ترویج او عامه پوهاوي د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

ورپسې د دینې عالمانو په استازولۍ ښاغلي ډاکټر دلاور سېلاب د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپله وینا کې د اسلامي شریعت او نړیوال بشرپال قانون د اصولو او لارښوونو، د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب، انساني کرامت د رعایت او د اسیرانو د حقوقو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادو اصولو رعایت یې د ټولو اړخونو ګډ مسؤولیت وباله.

په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د سرو میاشتو او سرو صلیبونو د نړیوال غورځنګ د تاریخچې، پېژندنې او همدا ډول د اسلام او نړیوال بشرپال قانون د اصولو، موخو او علمي ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل؛ د ننګرهار او نیمروز ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د ۶ موټرو د کرایه کولو داوطلبي وشوه

چهارشنبه، ۲۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ننګرهار او نیمروز ولایتونو ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د ۶ موټرو د کرایه کولو په موخه د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۱
Background image

کابل؛ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، افغاني سرې میاشتې ته غیر خوراکي توکي او يو فورکلېفټ موټر وسپارل

چهارشنبه، ۲۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، افغاني سرې میاشتې ته ۱۶۰۰ کمپلې، ۲۰۰ خېمې، ۲۰۰ د پخلنځي سیټونه، ۴۰۰ ترپالونه، ۴۰۰ د پاکو اوبو د ساتنې بوشکې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۸:۱
Background image

نورستان؛ له ۲۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره ۲۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۵ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز، پارون ښار کې له ۲۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره ۲۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

دغه مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS