کابل؛ افغانستان نړیوال بانک د نورستان سېلاب ځپلو لپاره افغاني سرې میاشتې ته ۴۳۰ کمپلې وسپارلې
چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸
د افغانستان نړیوال بانک د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۴۳۰ کمپلې وسپارلې.
دغه مرسته د بانک د تهيې او تدارکاتو مسؤول ذبیح الله جلندري له لوري د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال د افغانستان نړیوال بانک له بشري مرستې مننه وکړه او ویې ویل، چې دا ډول همکارۍ د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې یاده مرسته به د شفافیت، عدالت او د اړتیاوو د ارزونې له مخې مستحقو او سېلاب ځپلو کورنیو ته ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د ملي او نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د پېښو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته پر وخت بېړنۍ بشري مرستې ورسوي او د هغوی د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغېزمنه همغږي رامنځته کړي.
