د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال محترم ملا نورالدین ترابي د لوژستیک، نړیوالو اړیکو، روغتیا او مالي له رییسانو سره ګډه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۰ - ۱۴:۱۱

د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي د افغاني سرې میاشتې د لوژستیک او تدارکاتو له رییس محمد عارف هدایت، د روغتیایي خدمتونو له رییس محمد سلیم بهرمند، د مالي چارو له رییس شبیر احمد عثماني، د نړیوالو اړیکو له سرپرست مرادي، د روغتیایي ګودامونو له مسوول فهیم اغا او د فارمسست خدمتونو له مسوول مصطفی سره د هېواد لرې پرتو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي مرکزونو ته د درملو د ژر او کافي رسېدو په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د نړیوالو اړیکو ریاست به په هوایي ډګرونو کې د درملو د ځنډني کيدو پر وړاندې پراته خنډونه هواروي او د لوژستیک ریاست به د کال په لومړۍ (حمل)، پینځمه (اسد) او نهمه (قوس) میاشت کې د افغاني سرې میاشتې ټولو روغتیایي مرکزونو ته درمل رسوي او مخې ته پراته خنډونه به يې د افغاني سرې میاشتې د عمومي ریاست له لوري حل کېږي. همدا ډول پرېکړه وشوه، چې د درملو د انتقال لپاره به مالي ریاست ته له وړاندې لګښتونه چمتو کېږي.

په دې ناسته کې د روغتیايي خدمتونو د ښه ترسره کیدو په موخه پرېکړه وشوه، چې د ولایتونو د ډاکترانو او روغتیایي مسوولینو د ارزونې په موخه به په ولایتونو کې روغتیایي مسوولین او ډاکتران مرکز ته راغوښتل کېږي او د کمیټې له لوري به یې د وړتیا ارزونه کېږي؛ ترڅو په دې ډول افغاني سره میاشت وکولی شي په ښه او غوره توګه هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه ترسره کړي او هغه روغتیایي خدمت کوونکي لرې کړي، چې په روغتیایي خدمت کې د ښه خدمت وړتیا او پوهه نه لري.

همدا ډول په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د افغاني سرې میاشتې په روغتیایي مرکزونو کې دې د درملو د سمې، شفافې او دقیقې توزیع لپاره اقدامات وشي؛ ترڅو روغتیایي مرکزونو ته لېږل شوي درمل اړمنو ناروغانو ته ورسېږي. په دې ناسته کې د لوژستیک ریاست ته سپارښتنه وشوه، چې دوی ته سپارل شوي درمل دې په ګودامونو کې نه ځنډول کېږي او له مرسته اخیستونکو څخه دې هغه درمل نه اخیستل کېږي، چې وخت یې کم پاتې وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS