کاپیسا؛ د خونې د چت پرېوتو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه
سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د شلوټي په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د خونې د چت د پرېوتو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د زیانمنې کورنۍ د بېړنیو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د ناورینونو او بېړنیو پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د عاجلو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
