کونړ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۶:۴۹
کونړ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

نن يکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۸مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د کنړ ولایت دانگام ولسوالۍ کې ۳۰۰ بېوزلو او اړمنو سروې شويو کورنیو ته د کونړ ولایت د سرې مياشتې د نمایندګۍ په انګړ کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې د ختيځ زون د ریيس محترم میا حفظیظ الدین قمري په شتون کې ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په منځګړیتوب د ترکيې د خلکو له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه ، يو کارتن خوراکي توکي او یوه بسته ژمنۍ البسه شامل دي.

کونړ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

کونړ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۱٨ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین. . .

BACK TO NEWS