غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۴:۲۳
توزيع مواد غذايي وغير غذايي براي ٣٠٠ خانواده در ولايت غزني

نن يکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۸مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت خوگياڼو ولسوالۍ ۳۰۰ بېوزلو او اړمنو سروې شويو کورنیو ته د غزنې ولایت د سرې مياشتې د نمایندګۍ په انګړ کې خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې مرکزي سويل لويديځ زون ریيس محترم مولوي الياس خيل "ناصري" ، د ترکيې د سفارت استازي محترم عبدالله "دوندار" د غزنې څانګې ریيس محترم مولوي محمد معصوم "مسعود" او د غزني ولایت د سرې مياشتې د نمایندګۍ یو شمېرکارکونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په منځګړیتوب د ترکيې د خلکو له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه ، يو کارتن خوراکي توکي، یوه بسته ژمنۍ البسه شامل دي ووېشل شوه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي سويل لويديځ زون رییس ښاغلی مولوي الیاس خیل "ناصري" د مرستو د وېش پر مهال د ترکېې هیواد له مرستو مننه وکړه او د یاد هېواد له استازو څخه یی و غوښتل چې دا مرستې لا زیاتې او ګړندۍ کړی تر څو وکولای شو پدې سختو شرایطو کې د بېوزله هیواد والو لاسنیوی وکړو.

.

توزيع مواد غذايي وغير غذايي براي ٣٠٠ خانواده در ولايت غزني

 

توزيع مواد غذايي وغير غذايي براي ٣٠٠ خانواده در ولايت غزني

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

پروان؛ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په انامک کلي کې د خوړو له کمښت سره مخ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته د مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۲ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۴
Background image

کابل؛ د خوندي لاسرسي او بحراني نشراتو په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، د «خوندي لاسرسي د نشراتو ادغام او د بحراني نشراتو معیاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل؛ د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنۍ وارزول شوې

یکشنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د جیولوجۍ په برخه کې د ۳۰ روزل شویو رضاکارانو یوه ډله، د کابل ښار اړوند د اوومې ناحيې د چهلستون غره. . .

BACK TO NEWS