کابل؛ د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنۍ وارزول شوې
یکشنبه، ۲۱ ربیعالآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د جیولوجۍ په برخه کې د ۳۰ روزل شویو رضاکارانو یوه ډله، د کابل ښار اړوند د اوومې ناحيې د چهلستون غره په سیمه کې د رامنځته شوي درز له امله د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنیو د وضعیت د ارزونې لپاره سیمې ته واستول شوه.
رضاکارانو د ارزونې پر مهال د سیمې د وضعیت، له احتمالي خطر سره د مخ کورنیو د شمېر او حالت او د احتمالي غر ښویېدنې د اغېزو په اړه اړین معلومات راټول کړل.
همداراز، يادې ډلې د احتمالي پېښې وړاندې د چمتووالي او مخنیوي تدابیرو، د پېښې پر مهال د اړینو اقداماتو او له پېښې وروسته د ترسره کېدونکو فعالیتونو په اړه هم معلومات راټول کړل.
راټول شوي معلومات به له اړوندو مسوولینو سره شریک شي، څو د وضعیت له ارزونې سره سم د اړتیا وړ راتلونکي اقدامات تنظیم او لازمې پرېکړې وشي.
