د افغاني سرې میاشتې مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس، د فنلنډ د سره صلیب سکرتر جنرال او ډنمارک سره صلیب سکرتر جنرال سره ولیدل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۸:۴۲
معاون ریاست عمومی سره میاشت با ریس عمومی صلیب سرخ جهانی، سکترجنرالان صلیب سرخ دنمارک و فندلند ملاقات نمود!

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب د میاشتې پر ۴مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس ښاغلي رابرت مارديني، د فنلنډ د سره صلیب له سکرتر جنرالې اغلې کریستینا کومپولا، د ډنمارک له سره صلیب سکرتر جنرال ښاغلي اندرس لادیکارل، په کابل کې د سره صلیب له مشر ښاغلي ایلوا فیلیون او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې پر وروستیو کړنو او پرمختګونو رڼا واچوله او د کړنو د ګړندیتوب او روڼوالي په هکله یې مېلمنو ته معلومات ورکړل. د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال د یادو ټولنو له هر اړخیزو مرستو چې په مالي او تخنيکي بڼه یې له افغاني سرې میاشتې سره ترسره کړي؛ مننه وکړه او دوی يې په راتلونکي کې لا زیاتو مرستو ته وهڅول. همدا راز محترم ملا نورالدین ترابي یاد پلاوي ته د خپلو تر لاس لاندې پلانونو په هکله هم مالومات ورکړل او دوی یې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د مالي او رضاکارانو په برخه کې مرستو ته وهڅول. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال د یادو ټولنو له استازو وغوښتل ترڅو له افغانستان سره په ځانګړې توګه له سرې میاشتې سره بنیادي مرستې ترسره کړي او په دې ستونزمن وخت کې افغان ملت ته لاس ورکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس ښاغلي رابرت مارديني افغانستان ته د خپل سفر په اړه وویل، چې موخه یې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په تړاو لیدنې او څارنې دي؛ ترڅو وکولای شو نورې ملي ټولنې وهڅوو، چې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته ترسره کړي او له همدې لارې په افغانستان کې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وشي. نوموړي له افغاني سرې میاشتې مننه وکړه، چې په خپلو بشري چارو کې تر هر څه زیات شفافیت او ګړندیتوب ته اولویت ورکوي.

ورپسې د ډنمارک د سره صلیب سکرتر جنرال ښاغلي اندرس لادیکارل د خپلو مرستو پر دوام او لا زیاتوالي ډاډ څرګند کړ. نوموړي وویل چې د ډنمارک سور صلیب چمتو دی د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو د ظرفیت د لوړوالي په برخه کې مرسته وکړي او هیله لرو چې افغاني سره میاشت یوه پیاوړې ملي ټولنه وي.

په یاده ناسته کې د فنلنډ د سره صلیب سکرتر جنرالې اغلې کریستینا کومپولا د افغاني سرې میاشتې له سرپرست مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د مننې ترڅنګ خوښي وښوده، چې سره میاشت په دې توانیدلې ترڅو خپلې کړنې لاګړندۍ او شفافې کړي. نوموړې ژمنه وکړه، چې مونږ په دې لاره کې هر راز مرستې ته چمتو یو.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي یو ځل بیا ډاډ څرګند کړ، چې له افغاني سرې میاشتې سره چې څومره مرستې ترسره شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې به په پوره شفافیت پر اړمنو او بېوزله هېوالو ووېشل شي.

معاون ریاست عمومی سره میاشت با ریس عمومی صلیب سرخ جهانی، سکترجنرالان صلیب سرخ دنمارک و فندلند ملاقات نمود!

 

معاون ریاست عمومی سره میاشت با ریس عمومی صلیب سرخ جهانی، سکترجنرالان صلیب سرخ دنمارک و فندلند ملاقات نمود!

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

پکتيا کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ١١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٢٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS