کابل؛ د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس د آی سي آر سي له نوي مشر سره د بشري همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۵۲
K

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ ‌الحديث شهاب‌ الدين دلاور او د نوموړي مرستيال حافظ عزيز الرحمن په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د آی سي آر سي له نوي مشر جوهانس بروور سره د بشري همکاريو او د اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

شيخ ‌الحديث شهاب‌الدين دلاور د آی سي آر سي له دوامدارو همکاريو مننه وکړه او ويې ويل، افغاني سره مياشت هيله لري، چې د دواړو ادارو ترمنځ به بشري همکارۍ لا پراخې او اغېزمنې شي.

نوموړي همدارنګه د افغانستان لپاره د آی سي آر سي له پخوانۍ مشرې کترينا ريټز څخه د هغې د همکاريو او بشري خدمتونو له امله مننه وکړه او د نوي مشر جوهانس بروور راتګ يې د دواړو ادارو ترمنځ د همکاريو د لا پياوړتيا لپاره مهم وباله.

ورپسې د آی سي آر سي نوي مشر جوهانس بروور د افغاني سرې مياشتې د بشري فعاليتونو ستاينه وکړه او د ګډو بشري خدمتونو پر دوام يې ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه، چې آی سي آر سي به هم له افغاني سرې مياشتې سره د بشري خدمتونو او مرستو په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS