کندز کې ۱۳۱۰ راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسول شوه
دوشنبه، ۲۴ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولاپت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې ۱۳۱۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسول شوه.
دغه مرسته د ازبکستان هېواد په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۱۸ کیلو وریژې، ۹ کیلو بوره، ۹.۵ کیلو مکروني، ۳۸ پاکټه آش، ۵ کیلو بیسکوېټ، د حفظ الصحې توکي او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شول.
یاده مرسته د راستنو شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د راستنېدونکو هېوادوالو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د بشري مرستو له لارې د هغوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
