کابل؛ د مرکزي دفتر مسؤولینو ته د موثرې ځواب وينې د چمتووالي لپاره د ارزونې ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۷:۱۳
Kabull

دوشنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر يو شمېر رئیسانو، د مقام سلاکارانو او د مستقلو آمریتونو مسؤولینو لپاره د موثرې ځواب وينې د چمتووالي د ارزونې په اړه یو ورځنی معلوماتي ورکشاپ داير شو.

دا ورکشاپ په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري جوړ شوی و.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د سکرتر جنرال عملياتي مرستيال مولوي روح الله عبدالسلام د موثرې ځواب وينې او چمتووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او دې برخه کې يې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونه مهمه وبلله.

هغه زیاته کړه، د نیمګړتیاوو اصلاح د ادارې د پرمختګ لامل ګرځي، خو تکرار یې چارې ټکنۍ کوي، موږ باید د چارو ښه والي ته جدي پاملرنه وکړو؛ څو زیانمنو ته پر وخت او اغېزمن خدمات وړاندې شي.

د ورکشاپ پر مهال ګډونوالو ته د موثرې ځواب وينې د چمتووالي د ارزونې اصولو، معیارونو او پړاوونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS