د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د پېښور له افغان سر قونسل سره د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې
سې شنبه، ۲۰ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د پاکستان د پېښور ښار لپاره د افغانستان له سرقونسل ښاغلي حافظ محب الله شاکر سره وکتل.
کتنه کې د فرضي کرښې هغې غاړې ته د انتظار کوونکو او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو، د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د روغتیايي، خوراکي او غیر خوراکي مرستو برابرولو په اړه خبرې وشوې.
عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې راستنېدونکو کډوالو ته باید اړین بشري خدمات په اغېزمنې همغږۍ، پر وخت او عادلانه ډول وړاندې شي، څو هغوی له ستونزو او ځنډ پرته اړینو اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.
بلخوا، په پېښور کې افغان سرقونسل، د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس سره د لیدنې خوښي څرګنده کړه، د راستنېدونکو کورنیو ملاتړ او ستونزو ته رسېدنه یې د ټولو ګډ مسؤولیت وباله او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به له افغاني سرې میاشتې سره پوره همغږي او همکاري وکړي.
