نیمروز کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
سې شنبه، ۲۰ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ کې ۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي بشري مرسته ووېشل شوه.
د هرې کورنۍ په مرسته کې ۷ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۱ د اوبو بوشکه شامله وه.
همدارنګه، له یادو کورنیو څخه هغو ۴ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، یوه یوه خېمه هم ووېشل شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت مرستې رسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
