بادغیس؛ ۱۶ سېلابځپلو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسېدې
پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په سېلاب ځپلو سیمو کې له ۱۶ کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته ترسره شوه.
په مرسته کې ۱۲ کورنیو ته، هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۷ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۱ د اوبو بوشکه ورکړل شوه.
همدارنګه له هغو ۴ کورنیو سره، چې د سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو؛ یوه اندازه نغدي مرسته وشوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي څو د بېړنیو بشري مرستو له لارې د سېلاب ځپلو کورنیو عاجلو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووايي او د هغوی ستونزې راکمې کړي.
