بادغیس؛ ۱۶ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسېدې

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۸
K

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په سېلاب‌ ځپلو سیمو کې له ۱۶ کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته ترسره شوه.

په مرسته کې ۱۲ کورنیو ته، هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۷ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۱ د اوبو بوشکه ورکړل شوه.

همدارنګه له هغو ۴ کورنیو سره، چې د سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو؛ یوه اندازه نغدي مرسته وشوه.

افغاني سره میاشت هڅه کوي څو د بېړنیو بشري مرستو له لارې د سېلاب‌ ځپلو کورنیو عاجلو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووايي او د هغوی ستونزې راکمې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS